امنیت

په سپين بولدک کې دځانمرګې بريد له امله يو ملکي وګړى ووژل شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥
يو ملکي وګړى  په قندهار ولايت کې ديوځانمرګې بريد له امله ووژل شو او يو تن
بل ټپي شو .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو او څلويښتو دقيقو له پاکستان سره دسپين بولدک په ولسوالۍ کې رامنځته شوه  دقندهار والي  ويندوى  جاويد فيصل له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې ددغه ځانمرګې بريد له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او يو تن بل ټپي شوى دى .
تراوسه روښانه نه دى چې ددغه ځانمرګي بريد هدف څه و .
ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته