(PS)خبرونه(PS)روغتیا

په ننګرهار کې د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز پرانیستل کېږي

 کابل، د وري ۱۵ مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ننګرهار والي، حاجي ملا محمد نعیم اخند په شتون کې د ایران له سرقونسل مجید صادقي دولت آبادي سره وکتل او د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز پر پرانیستې يې ورسره خبرې وکړې

په دې کتنه کې د یاد مرکز په تجهیزولو، اړینو وسایلو د متخصصو کسانو په روزلو، درملو او تشکیل خبرې وشوې چې ډېر ژر به په کې نور اړین او لازم امکانات برابر او پرانیسته به یې ترسره شي.

د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز د پښتورګو روغتون کې چې ودانۍ یې له مخکې شتون درلود پرانیستل کېږي، چې د یو میلیارد تومنو په لګښت ورته تجهیزات او درمل ورکړل شوي او روغتیايي پرسونل یې په ایران هېواد کې د لنډ مهال لپاره روزل شوی دی.

حشمت

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا