کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
١٤ تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دامام صاحب ولسوالۍ دجوي بيګم ساحو دبېرته نيولو په عملياتو کې ووژل شول .
سرچينه زياتوي چې؛ وژل شويو کسانو د وسله والو طالبانو د ډلې په سرې قطعې پورې اړه لرله .
رحماني زياته کړه چې په دغو عملياتو کې يو ويشت تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې اووه تنه وسله وال طالبان دکندز ولايت ددشت ارچي په ولسوالۍ کې وژل شوي دي .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وايي چې دغه وسله وال طالبان دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په قرلق کلي کې د هوايي بريد له امله وژل شوي دي او درې تنه نور ټپيان شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل