سیاست

دمحمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام .
په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دکابل پوهنتون يوسابقه لرونکى استاد پوهاند غلام جيلاني عارض دناروغۍ له امله وفات شوى دى .
پوهاند غلام جيلاني عارض دتاريخ او جغرافيه دڅانګې ليسانسه و او دماسترۍ سند يې په همدې څانګه کې دامريکا له متحده ايالاتوڅخه ترلاسه کړ .
له ده څخه په درې او انګليسي ژبو پنځلس علمي اثار پاتې شوي دي
ارواښاد دخپل ګران عمر نيمايي دهېواد دبچيانو دروزنې په برخه کې تير کړ .
دده مړينه علمي او اکاډميکي ټولنې ته يوه ضايعه ده
په دې وسيله دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ  مراتب دارواښاد دکورنۍ غړو او دوستانو او دکابل پوهتون استادانو او دهېواد علمي ټولنې ته څرګندوم او ده ته دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  دغفران او دالهي رحمت هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته