خبرونهفرهنګټولنه

په ننګرهار کې د لوحو سمونې او مبتذلو فلمونو د مخنیوي کمېسيون کمپاين ترسره کړ

 کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر

د لوحو سمونې او مبتذلو فلمونو د مخنیوي کمېسیون په جلال اباد ښارکې لسګونه کمپیوټرونه د اصلاح په موخه وکتل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لوحو سمونې او مبتذلو فلمونو د مخنیوي کمېسیون د جلال اباد تالاشې چوک ته څېرمه یو شمېر کمپیوټرونه وکتل او له یو شمېر سرغړونکو څخه یې د کمپیوټر هارډسکونه د لا څېړنې او چک لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یوړل.

دغه کمېسیون چې د ننګرهار ولايت په ټولو ولسواليو او مرکز کې د لوحو د سمون او مبتذلو فلمونو د مخنيوي مسؤليت پر غاړه لري، تر هغې به خپل کار ته دوام ورکړي چې په ټولو برخو کې د پام وړ اصلاحات راشي. نوموړي کمېسیون له ټولو هټۍ والو غوښتنه وکړه چې د خپلو لوحو له ليکلو وړاندې بايد د اطلاعاتو او کلتور رياست د لوحو ليکنو له کمېسيون سره اړيکه ونيسي، چې د هغوی لوحې د هېواد د رسمي ژبو په ليکدود سره سمې وليکل شي، چې په راتلونکې کې د سمون او بيا ځلې د اصلاح له مشکل سره مخ نه شي. کمېسیون وویل،  هغه کمپيوټر کاران چې په ښار کې کاروبار کوي باید د مبتذلو او غیر اخلاقي فلمونو له نشرولو او خپرولو په کلکه ډډه وکړي .

ن/ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا