امنیت

بې لمبر پليټه وسايطو ته د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي

کابل باختر دتلې يوولسمه :
په بلخ ولايت کې بې پليټه وسايطو ته د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي .
  د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باختر آژانس ته وويل چې  د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د مسوولينو د وروستي تصميم له مخې په ښار کې هيڅوک د بې پليټو وسايطو د استفادې اجازه نه لري .
خبرځاى زياته کړه: هغه کسان چې له دغې لارښوونې څخه سرغړونه کوي؛ وسايط يې درول کيږي او ضبطيږي.
د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه: برسيره پردې هغه کسان چې د خپلو  وسايطو په ښيښوکې له تورو فلمونو څخه استفاده کوي؛ لومړى ورته لارښوونه کيږي؛ په دويم ځل جريمه کيږي او وروسته تر قانوني څارنې لاندې نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته