امنیت

شپږتنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٢ :
افغان اونړيوالو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې شپږاتيا وسله وال طالبان ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
افغان او نړيوالو ځواکونو دقندهار، زابل ، ارزګان ، غزني ، پکتيا او د هلمند ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړعمليات ترسره کړي دي چې په بهيرکې يې شپږ تنه  وسله وال مخالفين ونيول شول او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل لکه دوه ميله کلاشيکوفونه ، يو توغندى ويشتوونکى، يوه پيکا، درې سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت، اتلس لاسي بمونه، د درندو وسلو درې ګولۍ، شپږماينونه، يو موټرسايکل اويو موتر يې ترلاسه کړل.
ديوبل خبرله مخې :
دکابل د د امنيې قومداندانۍ د پوليسو منسوبينو درې تنه د دولتي ځمکو دغصوبولو او دنشه يي توکو دپلورلو په تور د موسهي ولسوالۍ او د دويمې حوزې له  مربوطاتوڅخه ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته