امنیت

په ننګرهار کې د ملي اردو په سرتېرو برید

جلال اباد  باختر د وږي ۱۹ مه
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د خیالي کلا په سیمه کې نن سهار د ملي اردو په دوو تنو سرتېرو وسله وال برید وشو چې له امله یې یو سرتېری شهید او تن بل يې ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې ټپي شوی سرتېری روغتون ته لېږدول شوی دی.
هغه زیاتوي چې سیمې ته امنیتي مسوولین رسېدلي او د مجرمینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
د ملي اردو دغو دوو تنو سرتېرو په غزني او پکتیا ولایتونوکې دندې ترسره کولې او اوسمهال کور ته په رخصتۍ تللي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته