امنیت

په ننګرهارکې شپږ تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٩ :
په ننګرهار ولايت کې پرون له پوځيانو سره په نښته کې دداعش دډلې شپږ تنه غړي ووژل شول او  څه ناڅه څلور تنه نورټپيان شول.
دغه نښته دهسکې مينې په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د سيمه ييزو پوليسو سرتيرو د داعش په يوې ډلې ډاراچوونکو بريد وکړ.
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل :  په دې جګړه کې دداعش دډلې شپږ تنه غړي ووژل شول او څلورتنه نوريې ټپيان شول،.
ده وويل  دغه داعشيان  په يولړ  ډاراچوونکو فعاليتونو  بوخت و چې پرې بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته