خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د موټرو ۱۵ پلورنځي وتړل  شول

کابل، د لړم ۱۱ مه، باختر

د ننګرهار د عدليې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ګډ کمېسیون له لوري د موټرو ۱۵ پلورنځي د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله تړل شوي دي.

د ننګرهار د عدلیې رییس باختر آژانس ته وویل، چې په یاد کمېسیون کې د عدلیې ریاست،  امنیې قوماندانۍ، د ولایت مقام، مستوفیت، او د یو شمېر نورو اداور استازي شامل دي، چې د ښاروالۍ په ۹ مه ناحیه کې د موټرو له ۳۷ پلورنځيو څارنه وشوه چې له ډلې یې ۱۵ پلورنځي د قانوني اسنادو نه لرلو له امله وتړل شول.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا