کابل باختر د ليندۍ د مياشتې اوولسمه
په خوست کې د کرنې او اوبولګولو وزارت په چوکاټ کې د کارډیف پروګرام د مسولینو له خوا سل( ۱۰۰) شنې خونې جوړیږي.
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د مراسمو پرمهال وویل په دغو سلو شنو خونو به شپږ سوه اویا زره ډالره ولګيږي چې د کرنې او اوبولګولو وزارت په چوکاټ کې او د کارډیف پروګرام له خوا به ددې ولایت په دریو اداري واحدونو او څلورو ولسوالیو کې جوړیږي چې دا دى نن یې د اسماعیل خېلو او مندوزیوپه ولسواليو کې په رسمي ډول پرانیستل شوې.
دی وایی دغه شنې خونې به په غیر موسمي وختونو کې د خلکو د غوښتنو سره سم سابه ورکوي،چې د دغه ولايت د استوګنو تر ډېره ستونزې به ورسره حل شي.
ده دغه راز له اړوندو مسولینو څخه وغوښتل چې د ټولو شنو خونو ساتنه او پالنه د مسلکي او په کار پوه خلکو له خوا ترسره شي ترڅو د زیاتې مودې لپاره دوام وکړي.
په ورته وخت کې د خوست ولايت د کرنې او اوبولګولو ريېس سمیع الله نصرت وویل چې له سلو(۱۰۰ ) شنو خونو وروسته به پنځوس(۵۰ )نورې شنې خونې هم په دې ولایت کې جوړې شي چې دا د خوست میشتو لپاره یو ښه زیری دی.
ده زياته کړه:موږ کوښښ کوو چې د دغو پروژو لړۍ د خوست ولایت ټولو ولسوالیو ته وغځوو.
د کارډیف پروګرام مشر حیات وزیر عرفان باختر اژانس ته وویل چې د دغو پروګرامونو په پلي کیدو کې خوست میشتو ولسونو رغنده برخه اخیستي او د خوست ولایت پانګه وال تیار دي څو د کارډیف د پروګرامونو په برخه کې پانګونه وکړي.
1 1 دقیقه لوستل