
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د نهمې ناحیې په ۱۸ او ۲۱ ګذرونو کې د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ۱۸.۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغونې چارې پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د جلال آباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وویل، چې د دغه سړک د رغولو چارې د ۳.۳ کیلومترو په اوږدوالي او ۶مترو په پلنوالي سره پیل شوې، چې ۱۸.۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د نوموړي په وینا د دغه سړک لګښت د جلال آباد ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
لمر