(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

په ننګرهار کې د نږدې ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په دغه ښار کې د ۱۹.۹ میلیونو افغانیو په لګښت د سړکونو د بیارغولو چارې پيل شوې دي.

د جلال آباد ښاروال ملا نعمت الله اخند د باختر آژنس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ښار په ټولو ناحیو کې به د سېلابونو له امله ویجاړ شوي سړکونه بیا ورغوي، چې چارې یې د څلورمې ناحیې له بېزاکالاتي سړک څخه پيل شوې.

ملا نعمت الله اخند دغه راز زیاته کړه، چې د دغو سړکونو د بیا رغولو لپاره د ښاروالۍ له بودجې څخه ۱۹.۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

نوموړي وویل، چې د دغو سړکونو د بیا رغولو چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا