کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
هغه روزنيز ورکشاپ چې د پنجشير ولايت د دولتي ادارو څلويښتو تنو مالي او اداري مديرانو ته جوړ شوى و، نن پاى ته ورسيد.
په دې ورکشاپ کې دپنجشير ولايت د ادارو څلويښتو تنو مالي او اداري مديرانو په مالي او اداري چارو کې په تيرو پنځلسو ورځو کې نوي لارې چارې زده کړې . دپنجشير ولايت مستوفي ګلزار خان باختر آژانس ته وويل :
دغه ورکشاپ د اړوندې ادارې له خوا دمالي او اداري مديرانو د ظرفيت دلوړوالي په مقصد ددغه ولايت په ادارو کې جوړ شو .
ده وويل چې د روزنيزو پروګرامونو جوړول دپنجشير ولايت د دولتي ادارو کارکوونکو دکارى پوهې دکچې دلوړولو لپاره ګټور دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ