خبرونهاقتصادټولنه

په ننګرهار کې د نږدې ۳۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه شوه

– کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د سره رود ولسوالۍ اړوند د سیاسنګ روغتیايي مرکز لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته د ۲ کالو په موده کې جوړه او نن د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر امیر محمد افتاب، د سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو د روغتیا مسؤل قاري جعفر روحاني، په ختیځ کې د UNHCR مسؤلینو، ګڼ شمېر ځايي مسوولینو او د سیمې اوسیدونکو او مشرانو په ګډون سره نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ښاغلي افتاب د UNHCR ادارې څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د لا ډېرو مرستو او پاملرنې غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د یادې ودانۍ په جوړوولو ۲۸۰زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او د سیمې خلک ورته خوښ دي، چې په دې سره به یې روغتیايي ستونزې تر یوه حده حل شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا