امنیت

دياغي طالبانو يو مشهور قوماندان ملا نعيم په بلخ کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شو.

 

کابل باختر د وږي ٣١

 دياغي طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان ملا نعيم  په بلخ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې  ووژل شو .

  دياغيانو دغه قوماندان پرون  دبلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دده په پټنځي کې دافغان  ځواکونو او دناټو د پوځيانو په عملياتو کې  ووژل شو .

  باختر اژانس  دناټو  ديوې خبرپاڼې له خولې خبر ورکړ چې  په دغو پوځي عملياتو کې  دملا نعيم  څو تنه افراد هم  وژل شوي دي .

  ناټو ملا نعيم  دطالبانو د ډلې ديو مشهور قوماندان په توګه بولي او وايي  چې  ده  د افغانستان په شمال کې په زياترو نا اراميو او ګډوډيو کې  لاس درلود .

  په دې خبرپاڼه کې دطالبانو  په دغه  قوماندان  دافغانستان په شمال کې  دناټو  په پوځيانو ، افغان ځواکونو او په ملکي وګړو دلسګونو تروريستي بريدونو دسازمان ورکولو تورلګول شوى دى .

 دغه راز ناټو وايي چې ملا نعيم د افغانستان په شمال کې د تروريستي بريدونو لپاره  دجنګي وسايلو او دمالي امکاناتو دبرابرولو  مسووليت په غاړه درلود .

  ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې دياغيانو په لسګونو جنګي وسايل  هم  دافغان   ځواکونو او دناټو دپوځيانو  لاس ته ورغلي دي .

  په همدې حال کې په بلخ ولايت کې سيمه ييزو مقاماتو هم د طالبانو د دغه قوماندان وژل کېدل  تاييد کړل  او وې ويل  چې ملا نعيم د وسله والو طالبانو دمشرانو  متقي خداي نور او دملا عينو  له نږدې همکارانو څخه  و.

  ددغو مقاماتو  دڅرګندونو له مخې، دياغيانو ددغه قوماندان  وژل کېدل به  دافغانستان په شمال کې  دامنيت  په ښه والې کې  ستر رول ولري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته