خبرونهورزش

په ننګرهار کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د زمري ۲۲ مه، باختر
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د مملې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
باختر آژانس د خبر له مخي، یادې سیالۍ چې د څو اوونیوو راهيسې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ننګرهار د بدنې روزنې او ورزش ریاست د واليبال فدراسيون په همغږۍ په لاره اچول شوې وې په یادو سیاليو کې ګڼ شمېر، ځوانانو او د ورزش مينه والو برخه اخيستې وه.
یادې سيالۍ چې د خوږياڼو ولسوالۍ د دوه ویشت لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې، پای لوبې ته د مملې او حکیم آباد د والیبال ټیمونو لار وموندله او پای لوبه کې مملې لوبډلې حکیم آباد لوبډلې ته درې – یو ماتې په ورکولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریيس عبدالسلام وزيروال اتلې لوبډلې ته د بریا کپ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په یادو سیالېو کې ګڼ شمېر ننداره چیانو ترڅنګ ځایې حکومتي چارواکو هم ګډون درلود.
صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا