فرهنګ

نورستان د توریزم په برخه کې د پانګونې لپاره مناسب ځای دی

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥مه
د نورستان لویه لار اوسمهال د هېواد له خوندي مواصلاتي لارو څخه ګڼل کیږي. دغه خبرې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په هغې خبري ناسته کې، چې نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۵مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، وکړې.
والي په دغه ولایت کې د درې کلنو لاسته راوړنو په اړه وویل: په وروستیو درېوو کلونو کې په نورستان کې ۱۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه جوړ شوي او د دغه ولایت د مندول ولسوالۍ اړوند ۴۴ کیلومتره سړک چارې په راتلونکي یو کال کې بشپړیږي. 
ده وویل، د نورستان ولایت د یو شمیر دولتي ادارو ودانیزې چارې بشپړې شوې او د یو شمیر نورو ادارو کار دوام لري.
د نورستان والي له ملي سوداګرو او بهرنیو پانګه والو څخه وغوښتل چې د دغه ولایت له ښکلي طبیعت څخه په استفادې د ګرځندوى په برخه کې پدغه ولایت کې پانګونه وکړي. ده له هېوادوالو وغوښتل څو دغه ولایت ته له امنیتي ویرې پرته سفر وکړي، او د دغه ولایت له طبیعي ښکلاو او خوندورې هوا څخه خوند واخلي. د نورستان والي هغه آوازې په کلکه رد کړې چې ګنې پدغه ولایت کې د داعش ډله حضور او فعالیت لري ده وویل په نورستان کې آن یو کس هم د داعش ډلې حضور نلري. ده زیاته کړه د نورستان ولایت عالمانو د دغې ډلې پر ضد فتوا ورکړې ده. د ده په وینا پاکستان د تېر په څېر د طالبانو له ورانکارو فعالیتونو څخه پدغه ولایت کې ملاتړ کوي. حافظ عبدالقیوم وویل، په نورستان کې ښوونځي پرانستي دي، هلکان او نجونې له کومې ستونزې پرته خپل درسونه پر مخ وړي.
ده ، پدغه ولایت کې روغتیایي وضعیت ښه وباله او څرګنده یی کړه چې پدغه ولایت کې کلینیکونه او روغتونونه فعال دي او خلکو ته ښه روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. هغه زیاته کړه، تر دې دمه ددغه ولایت په لسګونو قابله ګانو د قابلګۍ زده کړې پای ته رسولې دي او لسګونه نورې یې په زده کړو بوختې دي. د ده په وینا نورستان د کوکنارو له کرکیلې څخه پاک دی او په دغه ولایت کې یو تن روږدی(معتاد) هم شتون نلري.#
پاى_ع   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته