خبرونهورزش

په ننګرهار کې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوې

کابل، د لړم ۱۷ مه، باختر

په ننګرهار ولایت کې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د دغه ولايت په کوربتوب د “٩” ولايتونو تر “٩٠”زياتو ورزشکارانو ترمنځ د هډې فارم په ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې.

د ننګرهار بدني روزنې ورزش او المپيک رئیس عبدالسلام وزيروال وايي، چې دوى د هرې ورزشي رشتې سياليو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالى لري.

د يادونې وړ ده چې د ووينام ملي لوبډلې د غوراوي دغه سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې ګټونکي ورزشکاران د ووينام ملي لوبډلې ته غوره شي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا