امنیت

درې تنه تروريستان د کابل – قندهار په لويه لاره کې ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧

درې تنه تروريستان په زابل ولايت کې ونيول شول او په دغه ولايت کې د تروريستانو يو روزنيز مرکز له منځه يوړل شو.

د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د قلات – قندهار په لويه لاره کې د عملياتو په بهير کې د تروريستانو يو مرکز ويجاړ او درې تنه تروريستان يې ونيول.

په دغه مرکزکې د تروريستانو په روزنې برسېره د تروريستي بريدونو، ورانکارو عملونو، د زابل – قندهار په لويه لاره کې د ماينونو د ښخولو، په مسافرو د بريد او د پلونو او پلګوټو ويجاړولو پروګرامونه طرحه کيدل.

په دغه مرکزکې يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي، ريموټ کنترول ماينونه، د وسايطو ضد او بوشکه يي ماينونه او د ماين جوړولو لارښود کتابونه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته