امنیت

شپږ توغندي په دانګام وتوغول شول

کابل باختر دليندي شلمه :
شپږ توغندي تېره شپه دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ د پاکستاني طالبانو له خوا وتوغول شول .
دکونړ ولايت د امنيه قوماندان عبدالمجيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل: دغه توغندي تېره شپه د دانګام ولسوالۍ په نه استوګنوساحوکې وتوغول شول چې د سر زيان يې نه درلود. خو مالي تاوان يې اړولى دى.
څه موده مخکې هم دکونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ د شلتن په نامه سيمه کې دپاکستان له خاورې ديرش توغندي توغول شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته