خبرونهورزش

په ننګرهار کې د ټینس بال کرکټ سیالۍ د سپين غر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمه کې د ټينس بال کرکټ ټورنمنټ سيالۍ د سپين غر لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.

د ټينس بال کرکټ دغه سيالۍ چې د ٤٠ لوبډلو په ګډون د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمه کې د “مخور مشر امجد نوابي” په ياد پيل شوې وې د سپين غر لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پاى لوبې ته د “سپين غر شېر اغا او ارغچ” لوبډلو لار وموندله چې د سپين غر لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

سپين غر لوبډلې د لوبې پچه وګټله چې په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره د ارغچ لوبډلې ته د ١٣٧ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د ارغچ لوبډلې په ٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١١٤ منډې وکړې او لوبه يې د ٢٢ منډو په توپیر وبايلله.

س.صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا