
کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر
د عامې روغتيا وزارت په ننګرهار ولایت کې د پوليو د يوې بلې مثبتې پېښې د ثبت کېدو خبر ورکړی دی.
له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ د لنډي جامع مسجد په کلي کې يو دوه نيم کلن ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شوی دی.
په دې پېښې سره روان کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳ ته ورسېد چې ټولې پېښې له ننګرهار ولایت څخه راپور شوې دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې ننګرهار ولایت او په ټوله کې ختيځه حوزه د پولیو له لوړ ګواښ سره مخ ده، ځکه مخکې هم په دې حوزه کې د پولیو ویروس چاپېریالي نمونې مثبتې ښودل شوې وې چې په ناپاکو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو ویروس شتون تثبیت شوی و.
سرچينې زياته کړې، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست په ختيځه حوزه کې د پولیو د تازه پېښو د رامنځته کېدو په تړاو اړوندو روغتیايي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په ياده حوزه کې د واکسیناسیون فعالیتونه غښتلي او په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو د دې ناروغي په وړاندې ماشومان خوندي شي او د خپرېدو مخنیوی یې وشي.
د عامې روغتيا وزارت ډاډ ورکړی، چې په ختيځه حوزه کې به د سرتاسري او فرعي کمپاینونو سربېره نور ځانګړي او یا د پولیو د پېښو ځوابیه کمپاینونه هم پلي کړي، ترڅو ژر تر ژره د دغه ویروس د لازیات خپرېدو مخه ونیول شي.
افغانمل