روغتیا

دسمنګانو له عامې روغتيا سره د امبولانسونو مرسته وشوه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رياست ته نن دوه امبولانسونه وسپارل شول.
ويل کيږي چې دغه امبولانسونه دچين د دولت له خوا دعامې روغتيا وزارت ته ورکړى شوى وو.
دسنمګانو ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد باختر اژانس ته وويل  چې دچين دولت په دې وروستيو وختوکې دعامې روغتيا له وزارت سره دسلو امبولانسونو مرسته کړى وه چې دغه امبولانسونه ولايتونو ته بيل کړى شوى وو.
خبرځاى زياته کړه: له دې جملې څخه دوه امبولانسونه دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رياست ته بيل کړى شوى وو چې نن په رسمي ډول دسنمګانو ولايت دعامې روغتيا  رياست ته وسپارل شول.
عبدالحميد زياته کړه: دغه امبولانسونه شپه او ورځ دناروغ لرونکو په خدمت کې دي او د درملنو د الماريو ، د اور لګيدنې ضدبالون  ، د ويزيت تذکرې په ګډون په مدرنو او پرمختللو طبي وسايلو سمبال دي اوکولاى شي په يو وخت کې له يو ډاکتر او يو روغتياپال سره دوه تنه ناروغان وليږدوي.
دعامې روغتيا رييس زياته کړه چې همدا اوس دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو او ددغه ولايت په شپږګو نورو ولسواليوکې د دريو روغتونوو په ګډون څلورديرش روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي او په هغوکې په سلګونون ډاکتران او روغتياپال شپه او ورځ د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي .
دعبد الحميد دڅرگندونوله مخې، دهغو امبولانسونو شمير چې په دغو مرکزونو کې   فعاليت کوي  اوو عرادې ته رسيدلى دى.
خو دې وايي چې  دغه امبولانسونه ددغه ولايت  د روغتيايي مرکزونو
اوناروغانو ستونزې  نه شي حل کولاى او په هيڅ صورت دهغوى اړتياو ته ځواب نه شي ويلى چې بايد دعامي روغتيا وزارت په دې اړوند ددغه ولايت له اړتيا سره سم اقدام وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته