امنیت

وسله وال مخالفان په سرپل کې ځپل کیږي

کابل باخترد لړم ۱۴
د سرپل په ځینونا امنوساحوکې چآڼیز عملیات پیلیږي
د سرپل امنیتي مسوولان وايي چې ددغه ولایت په نا امنوساحو کې تر څوراتلوونکوورځوپورې د هېواد د پوځیانوله خوا چاڼیزعملیات ترسره کېږي .
دغه اقدام له هغه وروسته اعلام شوچې د سرپل په  ولایتي شورا کې د خلکواستازي د سانچارک د ولسوالۍ له نا امنیۍ څخه اندیښنه څرګنده کړه او له امنیتي بنسټونوڅخه ددغه ولایت په نا امنوسیموکې د چآڼیزوعملیاتو د ترسره کولو غوښتوونکې شول .
د سرپل ولایت امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی باختراژانس ته وویل چې د هیواد د وسله والو قواوو د علی سرقوماندان له خوا چاڼیزعملیات ترسره کول منظورشول او ډیرژربه په نا امنوسیموکې عملیات ترسره کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې په تیریوه میاشت کې څه د پاسه درې زره پنځه سوه کورني د نا امنیو او د دولت د وسله والو مخالفانو د نا سم چلند له امله د سانچارک ولسوالۍ له تبر، خواجه تغای او دایتوم د ولسوالیو له کلیوڅخه بې ځایه شوي دي او د سرپل ولایت د مرکزاو نږدې سیموکې ځای پرځای شوې دي ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته