خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د څلورو پرمختیايي پروژو کار پیل شو

کابل، د زمري ۱۱مه، باختر

په ننګرهار کې د ۴ پرمختیايي پروژو د تطبیقولو کار نن پیل شو.

په دغو پروژو کې چې په شینوارو ولسوالۍ کې تطبیقيږي د کاریز، استینادي دیوال، پلګي د اوبولګولو د کانال جوړول شامل دي.

د ننګرهارد رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو پروژو د تطبیقولو لګښت د اسلاميک ریلیف مرستندوی بنسټ په غاړه اخیستی دی.

د شینوارو ولسوالۍ خلکو په تېره بیا بزګرانو د دغو پروژو هرکلی وکړ.

ټاکل شوې ده دغه پروژې تردریو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ع

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا