امنیت

په جلال آباد ښارکې د ملي راډيو ټلويزيون په تاسيساتو د يرغلګرو د ډله ييز بريد نوي جزئيات

جلال آباد/ باختر د ثور ٢٧:
  په جلال آباد ښارکې د ملي راډيو ټلويزيون په تاسيساتوکې د يرغلګرو او پوځيانو ترمنځ  نښتې دوام لري .
نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو په جلال آباد ښارکې د ملي راډيو ټلويزيون په تاسيساتو بريدونه وکړل او دغه راز له دغه ځاى څخه يې د پوليسو د لومړۍ حوزې په آمريت او هم  د ننګرهار د والي  په دفترخپلو ډزو ته دوام ورکړ .
  د را رسيدلو خبرونو له مخې: لومړى يوه ځانمرګي يرغلګر په موټرکې ځاى پرځاى شوي بمونه د دغې رسنۍ  د دروازې په وړاندې وچول او وروسته نورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونو سره په نښتې لاس پورې کړ .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل: امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې يرغلګر وځپي .
  ده وويل: د پيښې ساحه د پوځيانو له خوا کلابنده شوې ده او امنيتي مامورين  هڅه او هاند کوي چې ملکي وګړي د پيښې له ساحې څخه خوندي ځايونو ته وليږدوي .
  يرغلګرو ټيک هغه وخت په جلال آباد ښارکې د ملي راډيو ټلويزيون په تاسيساتو بريد وکړ چې د دغې رسنۍ کارکوونکي دخپل کار په دفترونوکې وو.
  تر اوسه پورې د دغې پيښې له امله د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته