امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٠  :
دوه تنه  ماين  ښخوونکي طالبان  نن په  هرات ولايت کې  د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دغه طالبان نن سهار کله يې چې غوښتل په فرسي ولسوالۍ کې په يوه واټ کې  ماين ښخ کړي، ماين و چاوديد او دوى يې ووژل.
د هرات ولايت دپوليسو يو مقام دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز يو يرغلګر طالب په هرات ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.
په دغه يرغلګر په فرسي ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې د بريد په وخت کې  د پوځيانوله خوا ډزې وشوې او ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته