
کابل، د مرغومې ١٣مه، باختر
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په اچين او کوټ ولسوالیو کې د ٢١.١٤ میلیونو افغانيو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ په اساسي ډول جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو ښوونځيو د پرانیستلو په مراسمو کې د ننګرهار د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني وویل، چې د سویډن موسسې له لوري په اچین ولسوالۍ تریلۍ سیمه کې د ١٠.٢٢ میلیونو افغانیو په لګښت د نجونو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ په اساسي ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په یاده ودانۍ کې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې ۸ تشنابونه او ۸۰ متره احاطوي دېوال شامل دی.
همدارنګه یادې موسسې د کوټ ولسوالۍ حيدرخېلو سیمه کې هم د نجونو ابتدايه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ د ١٠.٩٢ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه کړه، چې په کې ۸ درسي ټولګي، ۱۰ تشنابونه، او ۴۰۰ متره احاطوي دېوال شامل دی.
نوموړي له همکارې مٶسسې مننه وکړه، چې د ښونځيو رغونې په برخه کې یې تل همکاري کړې ده.
لمر