خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د څه باندې ۱۲ ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې پلې کېږي

 کابل، تلې ۷ مه، باختر

د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د ولايتي پرمختيايي غونډې پر مهال وويل، چې راتلونکي ۱۴۰۲ کال کې به د ۱۲ ميليارده او ۳۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت مهمې پروژې پلې شي.

ناصح د کډوالو کورنيو ته د سرپناه جوړولو، پوهنې، روغتيا، پاکو اوبو، برېښنا، کانالونو او ګڼ شمېر نورو برخو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ مسوولينو وويل، چې صنعتي پارک کې ۱۶۰ فابريکې توليدات کوي، چې زرګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې؛ خو اړتیا ده چې په کې زېربنایي پروژې پلې شي.

د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني په ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو، پاکو اوبو، کتابونو او نويو ښوونکو ته د روزنې زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح له ټولو نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د دې پروژو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا