ورزش

د کندزيانو د مرستې په مقصد په کابل کې د کرکټ سيالۍ ترسره کيږي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢١
کرکټ بورد د کندز ولايت خلکوته د مرستې په مقصد په کابل کې د کرکټ شل اوريزې سيالۍ ترسره کوي.
دغه سيالۍ د پنجشنبې په ورځ د کرکټ بورد په ورزشي ډګرکې د الف او د انکشافي ټيمونو ترمنځ ترسره کيږي او دغې لوبې د ټکټونو د پلورولو عوايد د کندز خلکو ته ځانګړې شوې دي.
دکرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال د کرکټ له مينه والو څخه وغوښتل ترڅو د دغې په زړه پورې سيالۍ د نندارې ټکټونو په اخستلو سره د کندز له اړو خلکو سره په مرسته کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته