
کابل، د وږي ۲۵مه، باختر
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر نظارت لاندې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ په چپرهار ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په چپرهار ولسوالی کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کانال او سربند د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي؛ چې په کې یو پولچک، ۴ د اوبو د سرعت کمولو ساختمانونه، ۹ د اوبو د کنټرول دروازې په کې شامل دي.
مولوي عبدالستار محمد زیاته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ٩٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او په کې ٦٠٠ فني او غیر فني کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د یاد کانال په جوړېدو خوښي وښوده او د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
باید وویل شي، چې د کلیوالي پراختیا پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې د کانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ، شنو خونو جوړولو، کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوی کوي.