خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال ورغول شو

کابل، د مرغومي ۳ مه، باختر

د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سیمه کې د اسلاميک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونو۵۰۰ زره افغانیو په لګښت یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولواو مالداری رییس مولوي عبدالستارمحمد د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه کانال ۲۸۶ متره استنادي دېوال، د اوبو د کنټرول ۴ ورخونه او ۱۰ پُلګوټي لري، چې ۲۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې ۱۰۶۸ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې وه.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا