امنیت

يوه سړي په هرات کې خپل ميرمن او خواښې ووژلې

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣:
په  هرات ښارکې يوه سړ ي خپله ميرمن او خواښې ووژلې .
دغه سړي پرون سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې خپله٢٠ کلن ميرمن او ٤٠ کلنه خواښې ووژلې او له ساحې څخه وتښتيد.
د هرات ولايت امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پخوا له خپرې کورنۍ سره ستونزې لرلې چې د پوليسو له څيړنې وروسته دعوا يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورسيده .
احمدي څرګنده کړه چې دغه پيښه د هرات ښار د اوومې امنيتي حوزې د درب هرات په مربوطاتوکې رامنځته شوه او د قاتل د نيولو لپاره د کشفي ارګانونوهلې ځلې دوام لري .
د هرات د مرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي وويل: دغو دوو ميرمنو پرون سهار د هرات مرکزي روغتون ته ليږدولې شوې دي.
ده څرګنده کړه چې دغه دوه ميرمنې په ډزو سره وژلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته