امنیت

زابل:د کندهار هوايي ډګر پر ښځینه کارکوونکو د تروریستي برید غندنه وشوه.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ديرشمه
دزابل ولایت د ښځو د چارو ریاست له لوري د هغه پنځو مېرمنو فاتحه واخیستل شوه چې په دې وروستيو کې سهار وختي کار ته د تګ پرمهال د کندهار ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ده خواجه په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لورې پرې بريد وشو او شهيدانې شوې.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل، د ښځود چارو رېیسې صدیقې جلالي، زرمینه پټان، ګڼ شمېر مېرمنو او یو شمېر مدني فعالانو برخه لرله.
د زابل والي بسم الله افغانمل د خپلو خبرو پرمهال دغه پېښه یوه دردوونکې او تروریستي پېښه وبلله او قربانیانو ته یې د فردوس جنت غوښتنه وکړه
.  افغانمل پر ښځینه وو برید یو ناځوانمردانه او ډاروونکی عمل وباله او هیله یې وښوده چې عاملین یې باید رسوا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ښځو د چارو رېیسې صدیقې جلالي هم د خپلو خبرو پرمهال ددې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه مخالفین به هیڅکله په دې بريالي نه شي چې په دې ډول بریدونو سره په حکومت کې د ښځینه وو د کار او رغنده ونډې مخه ونیسي.
  جلالي شهیدو مېرمنو ته د دعا ترڅنګ ژمنه وکړه چې د مېرمنو د حقونو د لاسته راوړلو په برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د غونډې نورو ویناوالو هم د کندهار وروستۍ پېښه یوه غیر انساني او د افغانیت خلاف کړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی به ددې ډول جنایاتو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته