خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د څه باندې ۹ میلیونو افغانیو په لګښت یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د جلال آباد د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې یو سړک چې ۱ کیلومتر اوږدوالی او ۷ متره سور لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جلال آباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه سړک ۹.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

اخوا د تخنيکي او سکتوري چارو رئيس انجينر دوست محمد چهارديوال وویل، چې  سږ کال لپاره یې ۱۴ پروژې پلان کړي، چې  په نږدې ورځو کې به ورته نورې پروژې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې پېل کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا