کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر
د”نوف انلوس” موسسه د کاپیسا له یتیمانو سره د پنځو میاشتو لپاره مرسته کوي.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په دغه ولایت کې جوړه شوه، د کاپيسا د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي عزت الله عارف وويل: په هغه تفاهم ليک کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت او د” نوف انلوس” موسسې ترمنځ لاسليک شو؛ دغه موسسه د کاپیسا له یتیمانو سره د پنځو میاشتو لپاره مرسته کوي.
د کاپيسا د شهيدانو چارو رييس شيخ ګل محمد ګلخان په دې غونډه کې وويل چې
افغانستان څو کلنو جګړو ويجاړ کړى او زيات ماشومان او بې سرپرسته کړي دي.
هغه له یونیسف او نورو نړیوالو مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.
\ ذ