فرهنګ

د ځوانانو د ستونزو د حل کولو په اړوند علمي _ څيړنيز سيمينار جوړ شو

کابل باختر د لړم  نهمه :
د  ځوانانو د لارې پرسر د پرتو توليزو ستونزو د پيژندنې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا د فراه ولايت د لسګونو تنو ځوانانو په ګډون علمي _ څيړنيز سيمينار جوړ شو .
د فراه له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په دې سيمينارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معين ډاکتر کمال سادات پيغام د ټيلفون له لارې د غونډې برخه والو ته وارول شوچې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
((ځوانان د ټولنې اساسي رکن دى او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د افغانستان د راتلوونکي لپاره په هره برخه کې يې چې په کار او زده کړې بوخت دي؛ زياتې هلې ځلې وکړي.))
په دې پيغام کې له ځوانانو څخه غوښتل شوي دي چې يو والۍ او پيوستون خپل لارښود وګرځوي او د يو والي او پيوستون لاره غوره کړي، ځکه له اوسنيو چلنجونوڅخه د افغانستان د ژغورنې يوازنۍ لاره يو والۍ، پيوستون، اتحاد او اتفاق  دى او په اوسنۍ ټولنه کې يې د ځوانانو رول مهم او اساسي وباله .
د غونډې په دوام څو تنو ځوانانو د لارې پرسر د پرتو ستونزو د حل کولو د لارو چارو په باب خپلې څيړنيزې مقالې ولوستلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته