خبرونهښوونه او روزنه

په ننګرهار کې د ښوونځیو له زرګونو زده کونکو سره مرسته وشوه

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اچین، نازیانو او غني خېلو ولسوالیو کې د ماشوم ساتنې موسسې له لوري له ۵ زره ۴۲۸ زده کوونکو مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبيب حضرت حقاني باختر آژانس ته وویل، چې د ماشوم ساتنې موسسې له لوري په اچين ، نازيان او د غني خېلو ولسواليو کې د ۱۵۵ ټولګيو له ۵ زره ۴۲۸ زده کوونکو سره د ژمنۍ البسې  مرسته وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې په مهمندرې ولسوالۍ کې د غوړکي ابتداييه ښونځي سره د یوه سوداګر له لوري د اړینو توکو مرسته وشوه.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا