امنیت

يواتيا کيلوګرامه نشه يي توکي کشف شول .

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
دپوليسو دځانګړي قطعې ځواکونو يواتياکيلوګرامه نشه يي توکي او دوه وسلې په بدخشان کې کشف اوترلاسه کړې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دځانګړې قطعې ځواکونو دبدخشان دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مديريت په همکارۍ ددغه ولايت  دارګو ولسوالۍ په ګنده چشمه  کلي کې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې څلويښت ګيلوګرامه هيرويين او يوڅلويښت کيلوګرامه اپين او  دوه کلاشينکوفونه کشف او ترلاسه کړل .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ، په دغو عملياتو کې څوک نه دي نيول شوي خو ددغې قضيې دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته