امنیت

په بغلان کې ديوې چاودنې مخه ونيول شول

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
يو تن ماين ښخوونکى پرون ماښام دبغلان ولايت په پلخمري ښارکې ونيول شو.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع باخترآژانس ته وويل  چې دغه وسله وال  مخالف هغه وخت ونيول  شو چې غوښتل چې دپلخمري ښار دمنډوي په ګڼ ميشته سيمه  کې ماين ښخ کړي.
سريع زياته کړه چې دغه ماين ښخوونکى پنځلس کلن دى او له  ده څخه پوښتنې پيل شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته