امنیت

اته تنه طالبان ونيول شول

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢ :
اته تنه وسله وال طالبان د ننګرهار او قندهار په ولايتونوکې د يولړعملياتوپه بهيرکې ونيول شول.
په دغوطالبانوپرون او نن سهار د قندهار ښار او د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په  مربوطاتوکې د افغان او ناټو د ځواکونو له خوا بريدونه وشول اونيول شول.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړچې دغه طالبان په تروريستي  فعاليتونو بوخت وو چې ونيول شول.
له بله پلوه، ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره په بلخ ولايت کې د ازبکستان  د اسلامي تحريک د دريو تنوغړو د وژل کيدو خبر  ورکړ.
دغه کسان د بلخ ولايت، د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوى په پټنځاى د عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
ناټو وايي چې ددغوعملياتوهدف د ازبکستان د اسلامي تحريک د يوجګپوړى غړى نيول و، خو ددغوعملياتو په بهيرکې هغه په سيمه کې نه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته