نړۍ

دبن لادن زوم ګناهکار وبلل شو

واشنګتن وي  او اې نيوز باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دامريکاپه نيويارک کې دفدرالي محکمې منصفه هيت په کويټ کې زيږيدلى او داسامه بن لادن زوم امام سليمان ابو غيث   چې  دتروريستي اقداماتو تور پرې لګول شوى دى  ګناهکار وباله .
سليمان ابوعيث دالقاعده ويندوى هم و.
ددغې محکمې  منصفه هيت  چې نهه ښځې او درې تنه نارينه پکې شامل دي  دبن
لادن زوم  له القاعده سره دملاتړ او دامريکائيانو دوژلو لپاره دتوطيې په  خاطر مجرم وباله .
دى  دبن لادن ډير جګپوړى دستيار دى  چې دامريکا په يوه ملکي محکمه  کې  محاکمه کيږي .
ابوغيث په محکمه کې وويل : چې ده  دسپتمبر دمياشتې ديوولسمې نيټې  دبريد په باب له پيښې څخه يوه ورځوروسته  معلومات ترلاسه   کړ  کله  چې دده په خبره
بن لادن دى  ديوې غونډې لپاره وغوښت . دمحکمې منصفه هيت ته دا نه و ويل
شوي  چې ابو غيث  دبن لادن  له مشرې لور سره  په  ٢٠٠٨ يا ٢٠٠٩ ميلادي کال کې واده کړى دى .
دابوغيث اصلي وکيل استنلي کوهن وويل :  چې په دغه حکم اعتراض کوي .
ښايي اته څلويښت کلن ابو غيث  دروان  ميلادي کال دسپتمبر په مياشت کې دمحکمې دحکم دصادريدو په وخت کې  په عمري بند محکوم شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته