کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۷ مه
لس تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د پوځيانو په توپخانه يي بريدونوکې ووژل شول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې په لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د خبرونوله مخې: دغه وسله وال طالبان د ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ويل کېږي چې د دغو نښتو په پاى کې د طالبانو څو سپک او درانده جنګي وسايل د پوځيانولاس ته ورغلي دي.
ختم_ شکريه- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ