
کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکه د سپين غر ولسوالۍ په اسد خېلو سيمه کې د UNDP په مالي ملاتړ د ۱۱ میليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
دغه شبکه چې د لمريزې برېښنا پر مټ کار کوي د یادې سیمې ۵۰۰ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.
لمر