امنیت

په سلګونو تنه په پروان ولايت کې د جرمي پيښو په اړوند ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
په پروان ولايت کې ٤٧٢ تنه د ٥٢٤ جرمي پيښو په اړوند نيول شوي دي. دغه کسان د غلا، دنشه يي توکو د قاچاقو او وسله والې نښتې په تور نيول شوي دي.
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د باختر خبريال ته وويل: په دغه ولايت کې د روان کال په لومړيو نهو مياشتوکې ١٨ د وژنې قضيې، ٣٥ ترافيکي پيښې، د شخصي دښمنيو له امله ٣٥ وسله والې نښتې، ٣ مورده انسان تښتونې، د نشه يي توکو د قاچاقو ٥٣ قضيې، د خلکو ترمنځ ١٤جګړې، يو مورد جعل او د غلا ٦٨ قضيې ثبتې شوې دي.
ده زياته کړه: د جنايي پېښو جدي څېړنه او قانون ته د تورنو کسانو سپارل په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د کمښت دليلونه دي.
ده وويل: نيول شوي کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د پروان ولايت د ملکي څارنوالۍ رييس پاينده محمد اعتمادي هم په دغه ولايت کې د دغو قضيو شتون تاييد کړ.
ده د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې يو شمېر دغه کسانو له څېړنو وروسته خوشې شوي او د يوشمېر نورو دوسيو ترڅيړنې لاندې دي او د يوشمېرکسانو دوسيې محکمې ته ليږلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولايت يو شمېر اوسيدونکي د پروان ولايت او په تېره بيا د دغه ولايت د مرکز چاريکارو ښار له امنيتي حالت څخه خوښ نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته