خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د ۱۲.۷میلیونو افغانیو په لګښت دوه کانالونه بیا ورغول شول

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۱۲.۷ ملیونو افغانیو په لګښت د دوو کانالونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د دغه ولایت د د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام په مالي ملاتړ او د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکي همکارۍ د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د بیضو کانال ۸ کیلومتره پاک کارۍ او ۵۵۰ متره مکعب سنګ کارۍ، همدارنګه د خیر بندۍ کانال ۴.۷ کیلومتره پاک کارۍ او ۵۵۰ متره مکعب سنګ کارۍ چارې د ۱۲.۷ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
د مسوولینو په وینا د دغه کانالونو په رغولو سره به ۲ زره ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا