امنیت

په ننګرهار کې دهوايي بريد له امله څوارلس تنه طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٢
څوارلس تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په نتيجه کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو پرون ناوخته دلعل پورې ولسوالۍ دمچ ميږي په کلي بريد وشو.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل يرغلګر په ترورستي فعاليتونو بوخت و چې دناتو دبې پيلوټه الوتکو له خوا ورباندې بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته