(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په ننګرهار کې د ۱۶ څاه ګانو رغنیزې چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۱۹مه، باختر

د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې د ۱۶ څاه ګانو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه څاه ګانې د ترکیې هېواد په مالي ملاتړ د ۲.۷ میلیونو افغانیو په لګښت په اتو ولسوالیو کې بشپړې شوې، چې پر مټ یې ۴۰۰ کورنیو د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د مسوولینو په وینا، د یادو څاه ګانو چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا