فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير : دغه وزارت دکتاب خپروونکو او پلورونکو ملاتړى دى .

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزيرعبدالباري جهاني نن دکابل ښار له يوشيمر کتاب  پلورونکو او خپروونکو سره په کتنه کې وويل: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکتاب پلورونکو او خپروونکو ملاتړى دى اودهغو دستونزو په لرې کولو به اقدام وکړي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې: په دې کتنه کې دکابل ښار دکتاب خپروونکو او پلورونکو  داتحاديې مسوول  شير احمد سعيدي دنوروپه استازيتوب  په بيلابيلو برخو کې دکتاب پلورونکو اوخپروونکو  ستونزې بيان کړي او زياته يې کړه چې کتاب خپرونکي  او پلورونکي  له زياتو ستونزو سره مخامخ دي چې همکارۍ ته اړتيا لري او هيله لرو چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کتاب خپروونکو او پلورونکو سره همکاري وکړي . 
داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني دطرحه شويو ستونزو له اوريدو وروسته وويل  چې دغه وزارت دکتاب  خپرونکو او کتاب پلورونکو ملاتړى دى او په همدې موخه دغه وزارت  وړانديز کړى دى چې دکابل ښار په يوه سيمه کې کتاب پلورونکو ته يو مناسب ځاى برابر کړي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزيرله کتاب خپروونکو او پلورونکو څخه وغوښتل چې دشتو ستونزو په باب دې يو مشخص پيشنهاد وړاندې کړي او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت به په لرې کولو کې يې همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته